اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د يوټېلټي سټورز كارپورېشن مېنجنګ ډائرېكټر (اېم ډي) عمر حبيب خان لودھي وئيلي دي پاکستان پ??سټ به يوټيليټي سټورز سره د کېش آن ډيليوري عمل لپاره مرسته كوي٬ د كېشن آن ډيليوري پېل به د اسلام آباد څخه كولے شي٬ دې منصوبې سره به د پاكستان پ??سټ ريونيو هم زياته شي، تر جولائي به ګرد هېواد كښې نور يو زر سټورونه جوړولے شي، په يوټيليټي سټورز د اوړو او د چينو كمے راغلے خو په راتلونكو دوه دريو ورځو كښې به دا مسئله حل شي۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ اے پي پي سره خپلو خاص خبرو كښې وكړه۔ عمر لودھي ووئيل يوټيليټي سټور وګړو ته د خوراك څښاك څيزونه په كور د وركولو منصوبه لري، پاکستان پ??سټ سره په ګډه اولس ته هوم ډېليوري پېل كوٶ٬ په راتلونكې مياشت كښې به پاكستان پ??سټ سره په ګډه ??ار پېل كړو ۔ده ووئېل په ابتدائي توګه به دا منصوبه اسلام آباد څخه پېل كولې شي چې ورسره به د پاكستان پ??سټ ريونيو هم زياته شي ۔عمر لودھي ووئيل تر جولائي به ګرد هېواد كښې نور يو زر سټورونه جوړولې شي، پېښور ،کراچۍ ،لاهور او ملتان كښې د مېګا سټورز جوړولو منصوبه لرو۔ عمر لودھي ووئيل په يوټيليټي سټور لازمي سروسز ايکټ نافذ كړے شوے