اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر ظفر مرزا او د ??ير??ن د صحت وزير ډاکټر نامکي د ګل په ورځ د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون كړے۔ د صحت وزارت وياند له مخې ډاکټر ظفر مرزا د ??رو??ا وائرس من نيوي لپاره د پاكساتان حکومت لخوا د شوو اقداماتو او انتطاما??و نه د ??ير??ن د صحت وزير خبر كړو او ھغه هم د ??ير??ن حكومت لخوا په شوو اقداماتو رڼا واچوله۔ د غونډې مقصد د كرونا وائرس مخ نيوي لپاره د يو بل د تجربو څخه استفاده كول وو۔ په دې موقع ډاکټر ظفر مرزا ووئيل ??ير??ن د ??رو??ا وائرس مخنيوي لپاره كوټلې ګامونه پورته كړي۔ د ??ير??ن د صحت وزير ووئيل پاكستان زمونږ ورور او ګاٶنډي هېواد دے، ??ير??ن په سماجي فاصلې لپاره قامي پاليسي جوړه كړې كومه چې به پاکستان سره شيئر وو٬ پاکستان د ??رو??ا وباء مخنيوي لپاره بشپړ او كوټلي اقدامات كړي۔ ډاکټر طفر مرزا ووئيل پاكستان نېشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر جوړ كړے كوم چې هره ورځ د صورتحال نګراني كوي٬ چې پكښې اړوند وزارتونه سټيك هولډرز او عسکري ادارې په ګډه مهمې پرېكړې كوي۔ ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم د ټول صورتحال پخپله نګراني كوي، پاکستان كښې وړومبنې كېس د فرورۍ په 26مه نيټه راپور شوے او د مارچ په ديارلسمه نيټه د نېسنل سكيورټي كونسل غونډه كښې مهمې پرېكړې شوې۔ ده ووئيل د غونډې مشرۍ كښې د پاكستان وزيراعظم د لاك ډاٶن پشمول د پوهنتونونو كالجونو او سكولونو بندلولو سره سره په لويو اجتماعات بندېز لګولې ۔ده ووئېل د ??رو??ا وائرس مخ نيوي لپاره د ټېسټ استعداد زياتولو لپاره په قامي پاليسۍ عمل كوٶ٬ هره ورځ د شل زره ټېسټونو هدف مقرر كړے شوے او تر اوسه دوه لكه 13 ټېسټونه شوې دي۔ ده ووئيل پاكستان كښې اتيا فيصده كېسونه د لوكل ټرانسمشن له امله خپرېږي