اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم عمر??ن خان په قرض كښې د ریلیف په اړه نړيوال اقدام لپاره د اپيل تر مخه د ا??ما?? چانسلرې انجیلا مرکل سره ټېلي فوني تماس نېولې دے۔ وزیراعظم ووئيل کرونا وائرس (کووېډ 19) څخه د پېدا ??وي صورتحال له امله په نړيواله كچه د صحت او معیشت بحران رامخې ته شوے او د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو مالي استعداد كښې كمې راغلې چې د قرض بېرته وركولو سره به لا زيات اوځپلې شي۔ ده ووئيل پرمختګ كوٶنكي هېوادونه د كرونا وائرس څخه مرګ او لوږې سره مخ دي۔ وزیراعظم ووئيل د کرونا وائرس چیلنج مخنيوي لپاره به د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو د قابليت انحصار په قرض كښې په ريليف وي۔ وزیراعظم دا هيله څرګنده كړه چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره د ا??ما?? غوندې هېوادونه به د جي 20 هېوادونو د خزانې وزيرانو غونډه كښې او دغسې د ??ور?? مالياتې ادارو په غونډو كښې په دې حقله قائدانه كردار ولوبوي