اسلام آباد 02 مارچ (اے پی پی) وزی??اع??م عمران خان سره د سعودی عربستان د دفاع دوهم وزير شهزادہ خالد بن سلمان ??ن عبدال??زی?? ليدلې دي ۔ د ملاقات پھ مهال د سيمه ايز او نړيوال صورتحال پشمول په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د وزی??اع??م آفس د اړخه جاری بیان له مخې وزی??اع??م عمران خان د سعودی دفاع دوهم وزير هركلې كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه تاریخی رابطې او دوه اړخيزه اړيكې مهمې دي۔ وزی??اع??م عمران خان كال 2019ء كښې د سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان د پاکستان تاریخی دورې او په خاص توګه معاشی چیلنجونو مخنيوي لپاره د سعودی عرب د بشپړه معاشی مرستې ذکر وكړو۔ وزی??اع??م عمران خان د دواړو هېوادونو ترمينځه د زياتو شوو معاشی اړيكو او متنوع څانګو كښې د سرمایه کارۍ لپاره د سعودی عزم وستائلو۔ وزی??اع??م عمران خان د هند لخوا په مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو په ناوړه صورتحال او په مسلمانانو په زيات شوي ظلم رڼا واچوله ۔ وزی??اع??م مېلمه د هند د اړخه په سخت بیان وركولو او د جارحانه اقداماتو سره امن او سلامتیا ته د پېښو خطرو پھ اړه هم هغه د زمكيز حقائقو څخه خبر كړو۔ ده د روانو ظلمونو مخنيوي او د كشمير مسئلې امناكه حل ته د ودې وركولو لپاره د اسلامي نړۍ پشمول د نړيوالي ورورولۍ په اهميت زور راوړو، د او آئی سی مهم غړي په حیثیت د سعودی عرب په کردار هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزی??اع??م عمران خان په مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو په خراب صورتحال او په مسلمانانو زيات شوي ظلم باندې رڼا واچوله ٬ ده ووئيل د هند حکومت په اقلیتونو او په خاص توګه د مسلمانانو پھ ضد امتیازی سلوك او د وګړو د مذهب څخه مخ اړولو له منظمې هڅې كوي ، نوې ډيلي كښې د مسلمانانو هدفي وژنې ، د عبادت ځايونو سپكاوې نه يواځې د اسلامي نړۍ بلكه نړيوالې ورورولۍ لپاره هم د تشویش وړ دي ۔ د سعودی د دفاع دوهم وزير خالد بن سلمان ??ن عبدال??زی?? وزی??اع??م عمران خان ته د سعودی قیادت د اړخه د مباركۍ پیغام وركړو او د مينځني ختيز پشمول سيمه ايز امن او استحکام له ئې د پاکستان کردار اوستائلو۔ د سعودی عرب او پاکستان تزویراتی اړيكو اهميت رامخې ته كولو سره د سعوي دفاع دوهم وزير د دواړه هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكو او ګڼ اړخيزه مرستې قوي كولو لپاره د سعودی قیادت د پوخ عزم څخه خبر كړو۔