اسلام آباد 26 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان به د پاكستان لخوا د هندي جارحيت د زړه پورې ځواب وركولو په يو كال بشپړېدو دستوره ك??ې خاص مېلمه وي۔ مقبوضه کشمیر كښې د پلوامه پېښې څخه وروستو پاكستان هند سره هر ډول ممكنه مرسته وك??ه۔ پاكستان د دې عزم پخلې وك??و چې هغه منطقه ك??ې جنګ نه غواړي۔ ولې دې سره سره پاكستان دا هم په ډاګه ك??ه چې د كوم هم جارحيت اجازه به ور نه ك??ې شي او بريد كوؤنكي ته به په زړه پورې ځواب وركولې شي۔ د تېر كال د فرورۍ په 26 م?? نېټه د هند لخوا د پاكستان د هوائي پولو خلاف ورزي وك??ې شوه۔ چې په ځواب ئې پاكستان د هندي جارحيت په ضد د خپلې فعاله دفاع په عزم عمل كولو سره پاك هوائي ځواك دوه هندي الوتكې رانسكورې كړې او يو هندي پائيلوټ ونګ كمانډر ابھي نندن ورتھمن ئې ونيولو۔ د دې بحران په مهال د پاكستان وسله وال ځواكونه بېدار پاتې شول۔ په دې دوران پاكستان ثابته ك??ه چې هغه يو قام او يو روح دے۔