اسلام آباد 06 جنوری (اے پی پی) د خزانې او محصولات صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې د قامي ا??تص??دي كونسل د انتظاميې كمېټۍ(ايكنك) غونډه د ګل په ورځ په كابينه ډويژن كښې وشوه۔په غونډه كښې كمېټۍ په سوئېلي پنجاب كښې د غربت كمولو٬د لوړو زده كړو د معيار بهترۍ٬د پاكستان ملټي مشن٬كميونيكېشن٬سټلائټ سسټم(پاك سيټ اېم اېم ون)او د تربېلا 4 د پراختيا پروژې د نظرثاني شده پي سي ون پشمول د 7 پروژو منظوري وركړه۔په غونډه كښې د جولائي په پن??لسمه نېټه 2019 كښې د ايكنك په غونډه كښې د تشكيل شوې كمېټ?? راپور هم وړاندې ??ړی شو۔دا كمېټي په سركاري څانګه كښې د برېښنا پروژو لپاره د ټېرف ټاكنې په اړه جوړه كړې شوې وه۔د راپور له مخې پريكړه شوې چې په سباؤن كښې به د پي اېس ډي پي له مخې د برېښنا پروژو لپاره د ټېرف ټاكنه نېپرا كوي۔دې ??قصد لپاره به د دې ??روژو د پي سي ون٬اي پي سي او د سي او ډي په پړاؤنو د ټېرف ټاكنې لپاره نېپرا سره رابطه كولې شي۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وزارت ته په راتلونكې غونډه كښې د پي اېس ډي پي له مخې په پروژو د پرمختګ د راپور وړاندې ??ولو امر هم وكړی شو