هري پور 17 نومبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي چې د هوا څخه د پنځه سوه مېګاواټه ا??زانه برېښنا پ??دا كولو په نوې پروژه كار پېل كوو۔ ده دا خبرې د هري پور په پهرهاړي سيمه كښې يوې اولسي غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د كابينې نه كار اخلي او ځكه هېواد پرمختګ كوي۔ ده ووئيل چې مركزي حكومت يوازې هري پور ??پا??ه د برېښنا په مد كښې 11 اربه روپې جاري كړې دي او د لس اربه روپو د ګاز په پروژو كار روان دي۔ د دې پروژو ترسره كېدو سره به هري پور د يوې ماډلې ضلعې په توګه وپېژندل شي۔