اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان په دوره راغلې د برتانيې شهزاده وليم خپلې كورنۍ ډچز آف كيمبرج مېډلټن په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات كړې۔وزيراعظم عمران خان د نهې پھ ورځ وزيراعظم هاؤس ته په راتګ د برتانيې شاهي جوړی تود هركلے وكړو۔ ده د شاهي مېلمنو په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستيا هم وكړه۔ د دې څخه ور??ستو شاهي جوړې وزيراعظم سره ملاقات وكړو كوم چې يوه نيم ساعت دوام لرلو۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬خارجه سېكتر سهيل محمود٬د برتانيې هائي كم??نر تهامس ډريو او شهزاده وليم پرنسپل پرائيوېټ سېكتر سائمن كېس هم موجود وو۔ شاهي جوړې دې څخه وړاندې د انجونو سركاري هائي س??ول يونيورسټي كالونۍ دوره وكړه۔ شهزاده وليم او شهزادې كېټ مډلټن د س??ول كوچنيانو سره ستړې مشي وكړل۔شهزاده وليم او د هغه كورنۍ د س??ول بېلې برخې وكتلې۔په دې موقع د س??ول انتظاميې شاهي جوړې ته د س??ول په اړه بريفنګ ور??ړو او هغوي يې په پاكستان كښې د تعليم نظام په اړه هم خبر كړل