اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې ﴿نن﴾ د حرمت مياشتې محرم الحرام ??سمه نېټه او د عاشور ورځ ده٬ په دې ورځ د ټولې نړۍ مسلمانان د بتول ﴿رض﴾ د ځيګر ټوټې٬ د رسول ﴿ص﴾ د نواسي امام عالي مقام حضرت امام حسېن ﴿رض﴾ د لوي شها??ت د بې مثال او لازوال قربانې ياد تازه كوي۔ د ګل په ورځ د عاشور ورځې 10محرم الحرام 1441 هجري په موقع په خپل خاص پ??غام ??ښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې نننۍ ورځ مونږ لپاره په مختلف اعتبار سره ډېره د اهميت وړ ده۔ په تاريخ اسلام ??ښې دې ورځې يو جلا رفعت او بلندي٬ خاص اهميت او انفراديت د امام عالي مقام حضرت امام حسېن د شهادت او د كربلا د پېښې په سبب ترلاسه كړې۔ ده ووئيل چې د كربلا دا لويه معركه د حق او باطل٬ د دې خبرې باور وركوي چې بايد د اسلام د اعلٰي اقدارو ودې او احيا لپاره د خپل ځان٬ د خپلو خپلوانو٬ ماشومانو٬ تنكو ځوانانو بچو٬ وروڼو او ملګرو د قربانې نه ډډه ونه كړې شي او خپل هر څه د الله په لار كښې د دين اسلام سربلندې لپاره قربانول عظمت او كاميابي ده۔ وزيراعظم ووئيل چې جذبه شبيري د مسلمانانو ايمان و يقين٬ ريښتينولې او د اصول پرستې روايت ته جلا بخښي او دا د اسلام د ابدي پېغام او د قربانې د جذبې د لازوال او روح خوشحالوونكي روايت د اوبه خور سرچينه ده چې مثال ئې د انسانانو په تاريخ كښې په مشكله سره ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل چې زما په نزد د اسوه حسېن ﴿رض﴾ دا پېغام ??ر قلب سليم لپاره دے چې هغه د حق په لار كښې هر?? يوه پرېشاني په روڼ تندي سره قبلولو سره خپل ځان جان آفرين ته وسپاري۔ ده ووئيل چې بايد مسلمانان د قرآن پاك د دې الفاظو په رڼا كښې چې ٬٬ اے نفس مطمئنه د خپل رب په پلو ستون شه په داسې حال كښې چې ته د هغه نه راضي ئې٬٬ عملي تصوير جوړ شي۔ دې جذبې سره مونږ په خوږ وطن او د نړۍ په قومونو كښې كوم د ذكر وړ كردار ترسره كولې شو۔ وزيراعظم ووئيل چې بايد په دې موقع په كشمير كښې هندي سامراج سره په جنګ د بوخت اولس قربانيو ته هم د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړې شي كومو چې په حق پاتې كېدو سره سنت امام حسېن ﴿رض﴾ ژوندې ساتلې او د كربلا په شان كښې كشمير هم د معركه حق و باطل يو عظيم مثال جوړ كړے۔ د خپل پېغام ??ه آخر كښې وزيراعظم قوم ته خواست وكړو چې په نننۍ ورځ د اسلامي رواياتو پاسداري كولو سره د عاشور ورځ په عيقدت او احترام ??لمانځي او په دې موقع د خوږ وطن پرمختګ او خوشحالې لپاره دع??ګانې ضرور وكړي۔ ده دع?? وكړه چې لوي څښتن دې ستاسو دع??ګانې قبولې كړي۔