ننكانه صاحب 11 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير اع??از احمد شاه وئيلي دي چې د اكهنډ بهارت نعره يوازې هندوانو لپاره لګول كېږيِ٬ په هند كښې د هټلر په طرز حكومت دے او پا??ست??ن اقليتونو لپاره د كوم جنت نه كم نه دے۔ ده دا خبرې په ننكانه صاحب كښې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې دستوره كښې د سكهانو٬ مسيحانو او د هندوانو مشرانو پشمول ګڼ شمېر وګړو ګډون وكړو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې په بې ګناه كشميريانو د هندي ځواكونو ظلمونه د غندنې وړ دي٬ په هند كښې سكهانو٬ مسلمانانو او مسيحانو سره تل امتيازي سلوك كولې شي۔ د اكهنډ بهارت نعره يوازې هندوانو لپاره لګول كېږيِ٬ په هند كښې د هټلر په طرز حكومت دے او پا??ست??ن اقليتونو لپاره د كوم جنت نه كم نه دے٬ د پا??ست??ن په جوړولو او د هېواد په پرمختګ كښې د اقليونو كردار نه شي هېرول كېدے۔ ده ووئيل چې پا??ست??ن د مينې٬ امن او د مس??وا??و د درس و??كوونكي بابا ګورونانك خاوره ده چې په تعليماتو ئې عمل كېدو سره ټوله نړۍ د امن ځائ جوړېدے شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې تر څو انصاف نه وي تر هغه وخت هېواد پرمختګ نه شي كولې٬ افسوس چې مونږ د پا??ست??ن جوړولو مقصد هېر كړے۔ بايد مونږ ټول د هېواد پرمختګ لپاره خپل كردار ترسره كړو۔