اسلام آباد 15 مئی (اے پی پی)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي حكومت كاروباري ورورولۍ ته د پیښو مسئلو ??ه خبر دے او په هېواد كښ?? د ??اروبار دوسته چاپیرچل ودې لپاره هر ممكنه اقدامات كوي٬د هېواد په اقتص??دي پرمختګ كښ?? د ??جي څانګې كردار د ستائنې وړ دے۔ده د?? خبره د پاكستان ټېكسټائل ايكسپورټرز اېسوسي اېشن چيئرمېن خرم مختار سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔اولس مشر دا خبره رامخې ته كولو سره ووئېل د هېواد سخت اقتص??دي حالات د سختو پريكړو تقاضه لري خو حكومت معيشت ښه كولو ??پاره لوظي دے۔ده ووئيل حكومت د كاروبار لګښت كمولو ??ه هڅې كوي او په ټېكسټائل٬څرمن٬قالينونو٬ او نورو د سرجرۍ په څيزونو او د لوبو په سامان پنځه مهمو برآمدي څانګو لپاره د ټېكس زيرو ريټنګ نظام متعارفې كړے۔ده ووئيل د ټېكټسائل په اړه په تحقيق او پرمختګ سرمايه كاري او بشري وسائل زياتول معاشي بحالۍ لپاره ضروري دي۔اولس مشر په دې خبره زور راوړو چې كروباري كسانو له د خپلو ??ېكسونو ادائيګو په ډاډګيرنه كښې خپل فعاله كردار دا كول پكار دي دغسې چې د بجټ خساره كمه كړی شي او پرمختيائي كارونو لپاره زيات فنډ بېل كړی شي۔