اسلام آباد 03 مئي (اے پی پی) ??ار??ه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د مسلم لیګ (ن) اوسنۍ نامزدګۍ د ګوند كورنۍ معامله ده٬ نامزدګو سره د شهباز شريف خپل ګوند په سكته كښې دې٬ د ګېنګ آف فور نه علاوه د ګوند مشرانو د بدلون نه خبر نه دي٬ نه ډيل كېږي او نه ډهيل وركولې كېږي٬ اتلسم بدلون هېڅوك نه چېړي٬ د صدارتي نظام خبرې لغو او بې معنې دي۔ د جمعې په ورځ خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ??ار??ه وزير د مسلم ليګ لخوا د اوسنۍ نامزدګۍ “چېلنج آف ګارډز” ګرځولو سره وېيلي دي چې د مسلم لیګ (ن) اوسنۍ نامزدګۍ د ګوند كورنۍ معامله ده خو د ??ار??ماني مشر ناڅاپه بدلون سره د ??ار??مان كاروائي ځپلې كېږي۔ ده ووئيل د ??ار??ماني ليډر په بدلون خو زمونږ هم تعلق جوړېږي ٬ زمونږ يو بل سره مرسته ضروري ده٬ په جمهوريت كښې كه د ايوان مشر ته اړتيا وي نو د مخالفې ډلې مشر خپل كردار لري او دوي د يو بل نه لا تعلق كېدې نه شي۔ ده ووئيل پي اے سي د ??ار??مان م??مه كمېټي ده ٬ چا له چې آډټ پېراز كتل وي او د زيان نه خبر وي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل چې كمېټۍ كښې كه د مخالفې ډلې غري وي نو هلته حكومتي غړي هم موجود وي۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې د قامي سلامتيا پحقله ??ار??ماني كمېټي جوړه شوې ده، سپيكر ئې مشر دې او په دې كمېټۍ كښې مسلم ليګ (ن) ته نمائندګي وركړې شوې ده او شهباز شريف په كښې هم شامل دې ٬ ھغه په كمېټۍ كښې برخه واخستې شي يا نه معلومات نه لرو۔۔ ??ار??ه وزير ووئيل كله چې وزيراعظم عمران خان په كابينه كښې ردو??دل وكړو نو يوه زلزله راغله او دا ئې د كابينې ناكامي وګرځوله ٬ جمهوريت كښې ردو??دل د معمول عمل وي او هر ځائ هم داسې كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پنجاب وزیراعلیٰ سره هېڅ اختلاف نشته٬ اسد عمر د ګوند قېمتي اثاثه ده۔ د صدارتي نظام پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ??ار??ه وزير ووئيل د صدارتي نظام خبرې لغو او بې معنې دي۔