پېښور ۔20اپرېل (اے پی پی) پېښور پوليس د ايسټر په موقع ښار كښې ټولو مسيحي عبادت ځايونو ته فول پروف سېکیورټی وركولو له خاص سېكورټي پلان جوړ كړ?? دې۔ د سېكورټي پلان ترمخه مسيحي عبادت ځايونو ته اضافي امنيت وركړې شوې دې چې ترمخه ئې د لېډیز پولیس، واک تھرو ګېټس او سنیفر ډاګز ډلو سره سره به په مجموعي توګه 700 ځوانان د امنيت فرض ترسره كوي۔ ??ېس ??ېس پی آپرېشن ظهور بابر آفریدی تېره ورځ د مسيحي عبادت ځايونو دوره وكړه۔ ده په سېكورټي انتظاماتو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ??ېس ??ېس پی امنيت لا ټينګولو له په ډيوټۍ موجود اهلكارو ته هدايات هم وركړل۔ بلخوا م??يحي لارښودو د امنيت په فول پروف انتظاماتو كولو د پېښور پوليس مننه وكړه۔