اسلام آباد 26 مارچ (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی وئيلي دي پاكستان به مقبوضه كشمير كښې په تش لاسې اولس د روانو ظلمونو په ضد په هره كچه غږ پورته كوي۔ د پلوامه پېښې څخه وروستو مقبوضه كشمير كښې روان هندې ظلم زيات شوے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د اروپائي پا??لمان غړي واجد خان او د پاك يورپين يونين فرېنډشپ فېډرېشن چيئرمېن پروېز لوسر سره خبرو كښې وكړه كومو چې خارجه وزارت كښې وفاقي وزير سره ملاقات كولو۔ ملاقات كښې په مقبوضه كشمير كښې په روانو هندي ظلمونو او د بشري حقونو په سختو خلاف ورزو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو مېلمنو ملاقات كښې وفاقي وزير اروپائي ائتلاف كښې د کشمیر بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو په اړه د روان سماعت تفصيلاتو څخه خبر كړو۔ په دې مهال خارجه وزير په تش لاسې كشميري اولس د هند لخوا روان ظلمونه په اروپائي پا??لمان كښې په پورته كولو د واجد خان په خاص توګه او د هېواد پر??ښو??ونكو كشميريانو په عمومي توګه مننه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل مقبوضه جموں و کشمیر كښې په ناوړه صورتحال د هیومن رائټس کمېشن او آل پا??ټیز پا??لیمانی ګروپ سترګې غړونكي راپور په نړيوال ضمیر غږ كړې۔ د دې راپور لوستې څخه د پاكستان د دريځ تائيد كېږي چې د پلوامه پېښې څخه وروستو مقبوضه كشمير كښې روان هندې ظلم زيات شوې۔ ده ووئيل پاكستان به مقبوضه كشمير كښې په تش لاسې وګړو د روانو ظلمونو په ضد په هره كچه غږ پورته كوي