اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي)سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر راجه ظفر الحق د ساهیوال پېښې په حقله شريكه تحقيقاتي ډله رد كولو سره وئيلي دې د م??ام??ې تفصيلات بايد قام ته وړاندې كړې شي او ذمه وار دې انصاف سره مخ كړې شي۔ د ګل په ورځ سېنېټ كښې د اولسي اهميت په م??ام??ه خپلو خبرو كښې ده ووئيل په ساهيوال كښې يو سنګينه پېښه رامخې ته شوې٬ په دې م??ام??ه ايوان كښې بحث خوشبينه دے ځكه چې دا د يو انسان نه د انساني ځانونو مسئله ده۔ د مخالفې ډلې مشر ووئيل د پوليس په دې پېښه موقف سم نه دے ٬ ډزې كوٶنكي پوليس په وردۍ كښې نه وو او مقتولينو ګڼل كني دا ډاكوان دي٬ ځكه ھغوي ووئيل چې پېسې واخلۍ خو په مونږ ډزې مه كوي٬ ?? پېښه په حقله د پنجاب وزیراعلیٰ په كاركردګۍ تنقيد كښې ده ووئيل اوس په هره م??ام??ه د ??ے آئي ټي جوړولو رو??ج جوړ شوې٬ مونږ په دې م??ام??ه ??ے آئي ټي رد كوٶ ځكه چې د ??ے آئي ټي نه وړاندې د پنجاب واكمنو او انتظاميې موقف د خبري كنفرنسونو د لارې رامخې ته شوې ۔ ده ووئيل ?? پېښې دوه اېف آئي آرز درج كړې شوې حالانكه د سپريم كورټ رولنګ دے چې په يوه پېښه دوه اېف آئي آر نشي درج كېدلې۔ ده ووئېل د مقتولینو د كورنۍ په آېف آئي آر كښې هم نامعلومه كسان نامزد كړې شوې ٬ مونږ دا وايو چې پېښه كښې كوم كسان ككړ دي بايد بچ نلاړ نشي