اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان د سعودي عرب سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او په ټولو څانګو كښې دې اړيكو ته د لا ودې وركولو خوښي لري۔ده دا خبره د تبوك ګورنر شه??اده فهد بن سلطان بن عبدالعزيز الس??ود سره په خبرو كښې كړې چا چې د ګل په ور?? په ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔اولس مشر په دې خبره زور راوړو چې د مشرانو په كچه د اوسنو ملاقاتونو سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا مستحكمې شي۔ده د تجارتي او سرمايه كاري اړيكې په تندولو د اطمينان څرګڼدونه كولو سره په دې خبره زور راوړو چې پاكستان د حرمين شريفين تحفظ لپاره پوخ عزم لري٬پاكستاني وګړي د سعودي عرب په پرمختګ او خوشحالۍ كښې لويې خذمات ترسره كوي۔د تبوك ګورنر وو??يل د سعودي عرب اولس او حكومت د پاكستان حكومت او اولس ډېر احترام كوي۔ده وو??يل د مضبوطې ورورورولۍ اړيكو د بنياد په سوب په اولسي كچه نزدې روابطو سره پاكستانيان د سعودي عرب پرمختګ او خوشحالۍ كښې كردار دلرې۔ده هيله څرګنده كړه چې د دواړو