اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د ابو??هب?? ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان د اتوار په ورځ په سركاري دوره پاكستان ته راورسېدو٬ وزيرا??ظم عمران خان د مېلمه هركلې وكړو٬ د خپلې دورې په مهال به ولي عهد وزيرا??ظم سره د خپلو مرستيالانو نه بغېر ملاقات كوي٬ د دې نه پس د پلاوو په كچه مذاكرات هم كېږي۔ وزيرا??ظم هاؤس ته په رارسېدو د ابو??هب?? د ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان تود هركلې وكړے شو۔ د وسله والو ځواكونو چټك ډلې د معزز مېلمه سلامي وكړه۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو قومي ترانې وغږول شوې۔ د پاك فضيائيه جے اېف 17 تهنډر الوتكو هم د معزز مېلمه سلامي وكړه۔ د درې مياشتو نه په كمه موده كښې د پاكستان او د متحده عرب اما??ات?? د مشرانو ترمېنځه دا دريم ملاقات دے كوم چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولې د اړيكو خاص څرګندونه ده۔ متحده عرب امارات په مېنځني ختيځ كښې د پاكستان تر ټولو لوي تجارتي شراكتدار او د سرماريه كارې لويه ذريعه ده٬ په متحده عرب اما??ات?? كښې د 16 لكو نه زيات پاكستانيان مېشته دي كوم چې هر كال 4 اربه 50 كروړه ډالر پاكستان ته رالېږي۔ متحده عرب اما??ات?? د وړاندې نه پاكستان سره د ادائيګې د توازن په بحران قابو موندلو لپاره د 3 اربه ډالرو د مرستې اعلان كړے او په موخر ادائيګې د تېلو په وركولو هم غور روان دے۔ د شېخ محمد بن زېد النهيان په سرپرستې كښې متحده عرب اما??ات?? د پاكستان د مرستې پروګرام له مخې د پوليو او د تعليم په څانګه كښې تر ټولو زياته د قدر وړ مرسته كړې۔ ده په كال 2007م كښې په وروستي ځل د پاكستان دوره كړې وه۔ د دې څخه وړاندې چې كله هغه د نور خان هوائي اډې ته راورسېدو نو وزيرا??ظم عمران خان د ده هركلې وكړو۔ په دې موقع معزز مېلمه ته د 21 توپو سلامي هم وكړې شوه او وزيرا??ظم عمران خان د ابو ??هب?? ولي عهد ځان سره كېنولو او په خپله ګاډې چلولو سره ئې هغه وزيرا??ظم هاؤس ته راورسولو۔