اسلام آباد ۔ 10 دسمبر (اے پی پی) د آئي اېس آئي پخواني مشر او د سنټر فار ګلوبل اېنډ سټرټېجك سټډيز چيئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) محمد ظهير الاسلام وئيلي دي په سوئيلي آسيا كښې په اوبو د جنګ تر ټولو زيات ا??كا??ات موجود دي۔ ?? هند د آبي جارحيت لامله پ??كس??ان ته د خپلې برخې اوبه نه ترلاسه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د سنټر فار ګلوبل اېنډ سټرټېجک سټډیز تر سېوري لاندې د “پانی، برصغیر میں مستقبل میں جنګ او امن” په سرخط نړيوال كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د پوهانو خيال دے كه درېم نړيوال جنګ اوشو نو دا په اوبو وي۔ ?? هند يوازې پ??كس??ان سره نه بلكې نيپال٬ بنګله دېش او چي?? سره هم د اوبو شخړې روانې دي۔ سندھ طاس لوظنامه د پ??كس??ان د حقونو دفاع نه كوي۔ د دې لوظنامې به يو وارې بيا جاج اخستل وي۔ د واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن ووئيل چې كله پ??كس??ان جوړ شو نو آبادي ئې يوازې 3 كروړه وه كومه چې 20 كروړه 70 لكه ته رسېدلې۔ ده ووئيل پ??كس??ان كښې هر وګړې د كال3000 کیوبک اوبه لري۔ د پ??كس??ان شمېره اوس د اوبو كمي سره مخ هېوادونو كښې كېږي۔ پ??كس??ان كښې په آبادۍ قابو موندلو ته اړتيا ده۔ كنفرنس ته د فورټ ٬ انټېګرېټډ واټر ريسورسز مېنجمنټ ډاكټر حسن عباس ٬ د پلاننګ پخواني چيئرمېن امتیاز علی قرېشی٬ د بحریه پوهنتون هیومینټیز او سوشل سائنسز څانګې مشر ډاكټر اظهر احمد ٬ د سری لنکا د سمندري ځواك پخواني كمانډر اېډمرل ډاكټر جيوا نات كولمبېج ٬ پ??كس??ان كښې د تاجكستان سفير جونوف شېر علي او نورو مهمو شخصياتو خطاب وكړو۔