اسلام آباد ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي مقبوضه كشمير كښې د هندي پوځ دلاسه د 10 بې ګناه كشميريان د وژنې ??ېښ?? په سختو ټكو غندلو سره نړيوالو ورورولۍ ته خواست كړې چې هغوي په كشمير كښې د قابضو هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو سخت نوټس واخلي۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز ترمخه ??اه محمود قرېشي ووئيل په مقبوضه كشميركښې د هندي ځواكونو لخوا رياستي ترهګري روانه ??ه۔ د مقبوضه كشمير اولس په نښه كولې شي څوك چې د خپلواكۍ خپل منلې شوي حق لپاره غږ پورته كولو څخه منع كولې شي۔ ده ووئېل پاكستان د مقبوضه كشمير خپلو وروڼو او خوېندو سره ولاړ دے او د مقبوضه كشمير اولس ??وصلې او عزم ته سلام كوي۔ ده ووئيل د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو په سختو خلاف ورزيو بايد فوري ګام پورته كړې شي۔ ده ووئيل پاكستان نړيوالې ورورولۍ ته خواست كوي چې هغوي په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزيو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېشن په راپور فعاله ګامونه پورته كړي او په هند زور راوړلې چې هغه مقبوضه كشمير كښې وژنې او زور ظلم او زياتې ب??د كړي او د ملګرو ملتنو د بشري حقونو كمېشن ته پلټنيو له مقبوضه كشمير ته د تللو اجازه وركړي