پېښور 28 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم ??مران خان وئيلي دي د اولسي خدمت په نتيجه په خېبر پښتونخوا كښې بيا د حكومت راتللو سره د اولس هيلې لا زياتې شوې دي كومو تر سره كولو لپاره به چې ټولو وزيرانو له خواري ك??ل وي ٬ پېښور بي آر ټې او د سوات موټروے دې په وخت ترسره كړې شي٬ د صحت په اړه د روغتنونو بوړدز جوړولو او انتظامي اصلاحات دې زر بشپړ كړې شي۔ وزیراعظم ??مران خان دا خبرې د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا د صوبائي كابينې غړو سره ملاقات كښې كړې څوك چې نن پېښور ته په يوه ورځنۍ دوره ر??ېد??ې ٶ۔ د وزيراعظم ??وړېدو نه پس دا د عمران خان د پېښور وړومبۍ دوره وه ۔ د صوبائي کابینې غړو سره د ملاقات په مهال د خېبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان او وزیراعلی محمود خان هم موجود وو۔ په دې موقع وزيراعظم ??مران خان ته صوبه كښې په روانو منصوبو بريفنګ وركړې شو۔ وزیراعظم په ټولو منصوبو كار په ټاكلې موده كښې بشپړولو سره سره د سپېځلتيا باوري كولو سره خېبر پښتونخوا كښې د سېلګرۍ لا ودې لپاره د اقداماتو هم امر وكړو۔ وزیراعظم ووئيل د صحت په اړه د روغتنونو بوړدز جوړولو او انتظامي اصلاحات دې زر بشپړې كړې شي۔ وزیراعظم د صوبائي كابينې غړې د بلدياتي نظام پحقله په اعتماد كښې واخستل ۔ وزیراعظم ووئيل د صفائي په قامي كمپائن كښې به صوبائي حكومت هم بشپړه ملګرتيا كوي۔ ده ووئيل د وفاقي حكومت غوندې صوبائي حكومت دې هم د تجاوزاتو په ضد كاروائي وكړې ۔وزیراعظم ??مران خان باور وركړٶ