ملتان 24 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي پيپلز ګوند كه د اولس مشرۍ كانديد اعتراز احسن نوم بېرته واخست نو دا به د نظرياتي سياست دفن كولو خبره وي٬ د كابينې په وړومبنې غونډه كښې ?? وزيراعظم پشمول ټولو غړو د سپكاوي د خاكو د معاملې سخته غندنه كړې٬ د ډاكټر عافيه صديقي خوشې كېدو لپار?? به هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي٬ پاكستان به ??ه مقبوضه وادې كښې په كشميريانو د هندي ظلمونو ختمولو لپاره خپل كردار ډېر په ذمه وارې سره ترسره كوي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د حضرت بهاؤالدين ??ه مزار د اختر د لمونځ ادا كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔ شاه محمود قريشي ووئيل مسلم ليګ ﴿نواز﴾ په پيپلز ګوند د اولس مشرۍ كانديد اعترازاحسن نوم بېرته اخستلو لپاره فشار اچوي كومه چې مناسبه خبره نه ده۔ ده ووئيل زه باور لرم چې پيپلز ګوند د شوچ او مشاورت نه پس اعتراز احسن د اولس مشرې كانديد نامزد كړے۔ ده ووئيل اعتزاز احسن يو پوهه سياستمدار او قانون پوهه د??۔ هغه په سېنېټ كښې ?? اپوزيشن لارښود په حېث چې كوم كردار ترسره كړې٬ ټولو سياسي ګوندونو ئې ستائنه كړې