اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه مح??ود قرېشي وئيلي دي د قامي اسمبلۍ غونډه ?? مئي په يوولسمه نيټه د ګل په ورځ رابللې شوې او په دې اتفاق مخالفې ډلې د خپل رېكوزيشن د بېرته اخستو پرېكړه كړې ده۔ د نهې په ورځ د پار??ما??ي ليډرز غونډې نه پس د پار??ما?? نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې شاه مح??ود قرېشي ووئيل د سيد فخر امام په مشرۍ كښې د پار??ما??ي مشرانو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې بېلا بېل تجويزونه رامخې ته شول٬ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د ګل په ورځ ماسپخښين درې بجې به د قامي اسمبلۍ غونډه ??ابللې شي او په دې اتفاق راتللو مخالفې ډلې خپل رېكوزيشن د بېرته اخستو پرېكړه كړې ده ۔ ده ووئيل د غونډې دورانيه به د يوې نيمې نه تر دوه ساعته وي٬ په خاص سېشن كښې به د پوښتنو دمه نه وي٬ د استحقاق يو تحريك به نه وړاندې كېږي او نه به د التواء تحريك يا د پام راګرځونې تحريك كېږي٬ غونډه ??ه د يوې ورځې دمې سره جاري وي۔ غونډه كښې دا پرېكړه وشوه چې كورم به نه په توګه وي۔ ده ووئيل غونډه ??ه تر كرونا وائرس محدود ساتلې شي دغسې چې قامي اتفاق رائے پېدا كړې شي۔ ده ووئيل دا هم پرېكړه وشوه چې مېلمنو ته به په غونډه كښې د ګډون كولو اجازه نه وي٬ پرېس نمائندګانو ته به اجازه وي او په دې بابله د لائحې پرېكړه به د پرېس ګېلرۍ اېګزېكټو باډي كوي۔ خارجه وزير ووئيل په غونډه كښې د غړو د ګډون پرېكړه به د هر پار??ما??ي ګوند مشران پخپله كوي٬ د غړو تحفظ لپاره په طريقه كار هم اتفاق راغلې۔ ده ووئيل د پار??ما?? په لاجز كښې به تګ راتګ محدود ساتلې شي۔ مخدوم شاه مح??ود قرېشي ووئيل په دې غونډه كښې به مونږ هڅه كوٶ جې د بجټ غونډې په اړه هم اتفاق رامخې ته كرې شي