اسلام آباد 20 اپریل (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوری هيواد ??خه د کور??نا وائرس ختمولو لپاره د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د حکومت د اړخه پورته كړي اقدامات ستائلو سره وئيلي دي حکومت به اولس ، ډاکټرانو، قانون نافذ کوونكو ادارو او د ملګرو هيوادونو په اجتماعی هڅو د وباء په ضد جنګ كښې بريالې كيږي، د وزیراعظم عمران خان په مخلصانه قیادت كښې حکومت د کور??نا مخنيوي سره سره د هيواد غريب اولس له ریلیف وركولو لپاره كوټلې اقدامات کوي۔د ګل په ورځ پی ټی وی پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې ده ووئيل بلوچستان حکومت د وفاقی حکومت په مرسته د دې وباء مخنيوي لپاره ګامونه پورته ك??ي او وزیراعظم عمران خان د صوبې وګړو له زيات ریلیف وركولو له چمتو دے۔ ده ووئيل ما پخپله هم د كوئټې ځينې سيمو دوره كړې ??و د ټائیګر فورس په مرسته مو غريب اولس له راشن او مالي مرسته وركړې۔ قاسم خان سوری ووئيل وزیراعظم عمران خان د کور??نا صورتحال كښې د هيواد كمزورې طبقې لپاره فکر مند دے او دې لپاره هغه د ریلیف وركولو تاریخی پیکیج اعلان کړے۔ده ووئېل د مستحقو وګړو مالی مرسته كولو ته حكومت پام لرنه ك??ي او د اح??اس کیش ایمرجنسی پروګرام د لارې مستحقو كورنيو له سړي سر 12 زره روپۍ وركړې ??وي۔ ده ووئيل ټوله نړۍ د دې وباﺀ له امله معاشی چیلنجونو سره مخ ده۔ ده ووئيل د صحت عمله كومه چې په دې وباﺀ كښې د وړومبي صف كردار ترسره كوي هغوي ته سلام كوو او مونږ ټول به دې جنګ كښې په ګډه بريالې كيږو