اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې خارجه چارو لپاره د مشاورتي كونسل 11مه غونډه وشوه۔ هند كښې د مسلمانانو په ضد د جوړ كړې شوي امتيازي قوانينو او د مقبوضه جمو و كشمير صورتحال په نړيواله كچه په ښه ډول د رامخې ته كولو په اړه خاص مشاورت وكړې شو او مقبوضه جمو و کشمير كښې بې ګناه وګړي د هندي ??ستبداد نه خلاصولو لپاره نړيوالې ورورولۍ سره سفارتي ??ابطو ته په لا وده وركولو سلا راغله۔ په غونډه كښې خارجه سېكتر سهېل محمود، پخوانو خارجه سېكترانو ، سفيرانو او د نړيوالو اړيكو پوهانو پشمول د خارجه وزارت لوړ پورو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال په هند كښې په روان احتجاج٬ مقبوضه جمو و كشمير كښې په روانې پرله پسې ??رفيو او د لائن آف كنټرول صورتحال پشمول په مهمو خارجه چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په دې موقع خارجه وزير ووئيل د مودي ??ركار د هندوتوا په پاليسۍ آډانه اقداماتو په ضد ګرد هند په احتجاج دې٬ د هندي ??ركار د متعصبانه اقداماتو په ضد په سوله ايز احتجاج كوٶنكو مظاهرچيانو پوليس سخت تشدد كوي۔ ده ووئيل پوليس د مسلمانانو په اكثريتي ??يمو كښې كورونو كښې ننوتلو سره په خلقو سخت تشدد كوي٬ ?? بي جے پي حكومت د اقليتونو په خاص توګه د مسلمانانو استحصال كوي۔ خارجه وزير د دې اندېښنې څرګندونه وكړه چې هندي ??ركار د بشري حقونو خلاف وزيو څخه پام اخوا كولو لپاره فالس فلېګ آپرشن كولې شي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ګدون كوٶنكي د سلامتي كونسل صدر ته د ليكلې شوې اوسنۍ چيټۍ تفصيلاتو نه خبر كړل۔ مخدوم شاه محمود