اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي مسيحي وروڼو ته د كرسمس مباركي وركولو سره وئېلي دي چې په هېواد كښې سماجي او اقتصادي پ??مخ??ګ لپاره د مسيحي ټولنې هڅې د ستائنې وړ دي٬مونږ د داسې ټولنې جوړولو لپاره پوخ عزم لرو چرته چې د رائے د اختلاف احترام وي٬د صبر او زغم ماحول وي٬ټول وګړي مساوي حقوق او موقعې ولري٬مونږ ټول په ګډه خپلو بچو لپاره يو مضبوط او خوشحال پاكستان جوړوو۔ده دا خبرې د كرسمس په موقع په خپل پېغام كښې وكړی۔اولس مش?? ووئيل چې خپلو ټولو مسيحي وروڼو ته د كرسمس په موقع مباركي وائيو??د يو تهوار او د دستورې نه زيات د كرسمس روح مينه وېشل او پوره انسانيت سره مينه كول دي۔اولس مش?? ووئيل چې حضرت عيسٰی عليه السلام د امن٬ورورورلۍ او پوره انسانيت لپاره د محبت د پېغام تبليغ كړی٬هغه د ټولو مذهبونو منونكو لپاره قابل تعظيم دې۔اولس مش?? ووئيل چې د دې هېواد سماجي او اقتصادي پ??مخ??ګ لپاره زمونږ د مسيحي ټولنې هڅې د ستائنې وړ دي۔زه په دې موقع د پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د مسيحي وروڼو قربانو ته پېرزوينه وړاندې كوم۔اولس مش?? ووئيل چې د پاكستان حكومت ټولو وګړو ته د دوي د عقيدې نسل او مذهب د فرق نه بغېر د برابرۍ او مذهبي آزادۍ ضمانت وركوي۔اولس مش?? ووئيل چې په هېواد كښې سماجي او اقتصادي پ??مخ??ګ لپاره د مسيحي ټولنې هڅې د ستائنې وړ دي٬مونږ د داسې ټولنې جوړولو لپاره پوخ عزم لرو چرته چې د رائے د اختلاف احترام وي٬د صبر او زغم ماحول وي٬ټول وګړي مساوي حقوق او موقعې ولري٬مونږ ټول په ګډه خپلو بچو لپاره يو مضبوط او خوشحال پاكستان جوړوو۔ده ووئيل چې مونږ په خپلو مسيحي وروڼو فخر كوو