اسلام آباد 24 اکتوبر (اے ??ی پی) د كورنيو چارو وزير برېګېډيئر(ر)اعجاز شاه و??ېلي دي په پاك افغان پوله د خار دار تار لګولو كار بشپړ شوې٬په بلوچستان كښې 20 فيصده كار پاتې دے٬د خار دار تار لګولو سره به قاچاق ختم شي٬په اسلام آباد كښې كنټينرې د اختياط په توګه لګولې شوي٬د سي ډي اے د ډهانچې بدلولو پريكړه شوې٬د پوهانو بورډ به جوړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه كښې وكړه۔د قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرمېن راجه خرم شهزاد په مشرۍ كښې پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې په شريك قانوني معاونت بل 2019 غور اوشو۔د كورنيو چارو سپېشل سې??تر وحيد الدين كمېټۍ ته ووئيل كه د بهر هېوادونو څخه قانوني مرسته اوغواړو نو مسئلو سره مخ كېدې شو٬نور هېوادونه و??ئي چې ستاسو د قانوني معاونت كومه اتهارټي نشته٬مونږ د داخله سې??تر په مشرۍ كښې په نوې بل كښې د شريك قانوني معاونت مسئلې حل كولو لپاره د اتهارټي جوړولو تجويز وركړې۔ سپېشل سې??تر ووئيل د دې قانون په حقله د اېف اے ??ي اېف ته هم اړټيا ده۔په غونډه كښې د قانوني مشاورت په بل غور د كمېټۍ تر راروانې غونډې وځنډولې شو۔د كورنيو چارو وزير ووئيل اسلام آباد او لاهور كښې ځينې سې??ټرې دوه ځل خرڅې شوي٬د سي ډي اے ??اسټر پلان د 60 په لسيزه كښې جوړ شوې او تر نن پورې دغه ماسټر پلان نه دې بدل شوې۔ده ووئيل حكومت د سي ډي اے د ډهانچې بدلولو پريكړه كړې٬پوهان به په بورډ كښې شاملولې شي چې له مخې به يې سي ډي اے ??ار كوي۔داخله و??ير كمېټۍ ته ووئيل مولانا فضل الرحمان سره پخوانې تعلق لرم او زه د هغه احترام كوم٬ده ووئيل په اسلام آباد كښې د خندقونو كېښستلو حاجت نشته خو كنټينرې د احتياط په توګه راوړلې شوې دي