اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) وزيرِاعظم عمران خان فېډرل بورډ آف رېونيو (اېف بي آر) كښې د اصلاحات كول او د بدعنوانۍ خاتمه د حكومت وړومبۍ ترجيح ګرځولو سره امر كړې چې د اولس او كاروباري ورورولۍ باور ب??ال?? لپاره د ماركيټ دوره كوٶنكي د اېف بي آر ټولې ډلې هر يو هم كس سره د ملاقات په موقع رېكارډ مرتب كول باوري كړي۔ وزيراعظم دا امر د اېف بي آر د كاركردګۍ او اصلاحاتو په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په دې موقع د اېف بي آر چيئرمېن وزيراعظم ته د تېر يو كال كاركردګۍ او اصلاحاتو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وزيرِاعظم ته ووئيل شول سږ كال تر اګست مياشتې 579 اربه روپۍ ريونيو جمع كړې شوې كومه چې د تېر كال په مقابل كښې 14.65 فيصده زياته ده۔ وزيرِاعظم ته ووئيل شول سږ كال د نوو فائلر شمېره د 7 لكه 83 زره نه زياته شوې ۔ وزيرِاعظم ته ووئيل شول په كال 2017 كښې دا شمېره 15 لكه 14 زره 817 وه او اوس 25 لكه 61 زره 99 ته رسېدلې ۔ وزيرِاعظم خبر كړې شو چې د ډومېسټك ټېكس وصولۍ 28 فيصده زياته شوې ۔ وزيراعظم ته د اولس په اېف بي آر د اعتماد ب??ال?? او سهولت كارۍ په اړه د پورته كړو ګامونو په اړه هم تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔وزيرِاعظم ته ووېيل شول رجسټرېشن، د ټيکس سند اجراء ٬ د ټېكس ريټرن جمع كولو او د آډټ پشمول ټول پړاٶنه آټومېټكل او كمپيوټرائزډ كوٶ دغسې چې په دې ټول عمل كښې د اېف بي آر اهلكارو سره د رابطې ضرورت ختم ??ړې شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د اولس آسانۍ لپاره د اېف بي آر لخوا د ” معلومات” او د نادرا په شراكت سره ”سهولت” وېب پورټل اجراء كړې شوې دغسې چې هر كس ته ?? بېلا بېلو څانګو لخوا اېف بې آر ته مالي تفصيلات آن لائن او په آسانۍ سره په لاس ورشي۔ وزيرِاعظم ته ووئيل شول د اولس د ګيلو آزالې لپاره آن لائن نظام لا موثره كړې شوې دغسې چې د اېف بي آر اهلكارو په اړه د ګيلو په سمدستي توګه ازاله وكړې شي۔ کاروبار كښې آسانۍ وركولو په اړه د اېف بي آر په اقداماتو د بريفنګ په مهال ووئيل شول تېرو كلونو راهسې التواء سره مخ 16 اربه روپۍ رېفنډ بېرته وركړې شوې او 17 اربه به د ستمبر تر پائې جاري كولې شي٬ دکاندارانو او ريټيلرز لپاره د ټېكس نظام لا آسانوٶ٬ د ټېكس وركوٶنكو آسانۍ لپاره “ټېكس آسان” په نوم موبائل اېپ اجراء كړې شوې ٬ د ټېكس فارم په اردو كښې ژباړنه شوې او د وېب پاڼې په اردو كښې په جورولو هم كار روان دے ٬ د دې نه علاوه د ايکټيو ټيکس وركوونكو فهرست په باقاعدګۍ سره اپ ډېټ كوٶ دغسې جې په دې لړ كښې ټېكس وركوٶنكو ته هېڅ تكليف اونه رسي٬ تجارت كښې د سهولت کارۍ په اړه د اقداماتو په حقله ووئېل شول چې د ”برآمدات آسان” سکيم له مخې برآمدات آسانوٶ، په بېلا بېل کسټم سټيشنونو سکينرز نصب كړې شوې او په طور خم بارډر د كستم سهولت 24 ساعته وركړې شوې ٬ په کرتارپورہ راهدارۍ به کسټم آپريشنز راتلونكو څو اوونيو كښې پېل شي ٬ د موبائل فونز د قاچاق مخنيوي په اړه ووئيل شول چې د موبائل فونز آن لائن رجسټرېشن ٬ په مركزي هوائي مېدانونو د كرنسۍ ظاهرولو په لړ كښې ”کرنسي ډيکليئر سسټم ” او د اېډوانس پسنجرز انفارميشن سسټم او په اولس كښې د قاچاق شوو څيزونو په اړه شعور بېدارولو لپاره د اېف بي آر ډلې ?? بېلا بېلو ماركيټونو دورې كوي۔ په دې موقع وزيرِاعظم ووئيل په اېف بي آر كښې اصلاحات او ادارې څخه د بدعنوانۍ خاتمې ته حكومت پاملرنه كوي ۔ ده ووئيل په اېف بي آر د اولس د باور ب??ال?? سره به ټېكس نېټ پراخه كولو له مرسته ترلاسه شي۔ وزيرِاعظم امر وكړو چي اولس او كاروباري ورورولۍ د اعتماد ب??ال?? لپاره د ماركيټ دوره كوٶنكي د اېف بي آر ټولې ډلې دې هر يو هم كس سره د ملاقات په موقع رېكارډ مرتب كول باوري كړئ