اسلام آباد 28 اګست (اے پ?? پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي 35 زره خلق د اي ويزې د سهولت نه مستفيد كېدل لويه كاميابي ده٬مونږ په خارجه وزارت كښې په قونصلر سېكشن كښې غوره نظام را??لو چې دغسې خلقو ته ښې آسانۍ وركړې شي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د نادرا هېډكوارټرز د دورې په موقع وكړې۔خارجه وزير دا دوره د نادرا چيئرمېن عثمان مبين په بلنه كړې ۔خارجه وزير د نادرا د بېلا بېلو څانګو دوره وكړه او د نادرا كاركردګي يې وستائېله۔د نادرا چيئرمېن خارجه وزير ته ?? نادرا د كار په اړ?? بريفنګ ورك??لو سره ووئيل نادرا په كال 2002م كښې جوړه شوې وه۔په دې وخت كښې په ټول پاكستان كښې د نادرا 593مه د رجسټرېشن مركزونه كار كوي۔نادرا د ګوادر نه تر سياچن ګليشيئرز خپل خذمات ترسره كوي۔په ټول پاكستان كښې لس مېګا سنټرز كار كوي چې پكښې سټېټ آف دي آرټ سسټم لګولې شوې۔ ده ووئېل نادرا مركزونه په 11 سفارتي مشنز كښې هم موجود دي٬مونږ درې ډېټا سنټرز لرو٬مونږ 122 ملين قامي شناختي كارډونه جاري كړي٬مونږ سره د 1.2 اربه فينګر پرنټس رېكارډ موجود دے كومه چې په نړۍ كښې تر ټ??لو لويه ډېټا ده۔ ده ووئېل نادرا په كېنيا كښې اي پاسپورټ پروژه لګولې٬په سوډان كښې زمونږ 6 پروژې روانې دي٬په فجي كښې الېكشن سر??س د ټاكنو سروس نادرا وركړې۔په نائيجېريا كښې هم زموڼږ پروژې روانې دي٬د دې نه علاوه مونږ په ضمني ټاكنو كښې بهر مېشته پاكستانيانو ته ?? الېكټرانك ووټنګ آسانۍ