اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سن??راني وئيلي دي قوي سېنېټ د قوي رياست ضمانت دے٬ دا ورځ هر كال مونږ له د نوې ولولې پېغام راكوي او د وفاق د اكائيو د كوټلې نمائندګۍ حوصله پېدا كوي۔ ده د نهې په ورځ دا خبرې د سېنېټ 47م تاسيس ورځې په م??قع خپل پېغام كښې وكړې۔ ده ووئيل د پاكست??ن سېنېټ د تېرو 47 كالو په مهال ډېر نشيب و فراز ترسره كولو سره د صوبو د مفاداتو د تحفظ او د حقونو ضمانت لپاره هر ډول ممكنه هڅې كړې دي۔ ده ووئېل نننۍ ورځ دې لپاره هم مهمه ده چې نن ټول قام كشميريانو سره اوږه په اوږه ولاړ دے او په دې لر كښې سېنېټ تل مثبت كردار لوبولې۔ ده ووئيل په دې لړ كښې سېنېټ ته وړاندې كېدونكي قراردادونه او سفارشات د ذكر وړ دي۔ ده ووئېل نن د سېنېټ د تاسيس ورځ دې عزم سره لمانځو چې سېنېټ به د وفاق د اكائيو ترمېنځه اتفاق او