اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی) سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سناتور شبلي فراز وئېلي دي چې نن په سېنېټ كښې د حكومت لخوا د اسلام آباد په هائي كورټ كښې د قاضيانو پھ شمېره كښې په زياتوالي د وزيراعظم له مخې اولس ته په سمدستي توګه انصاف رسنې لپاره بل په ايوان كښې وړاندې كړو كوم چې د ??پو??ېشن لخوا مسترد كړ??٬مونږ د ??پو??ېشن لخوا د بل مسترد كولو غندنه كوو۔د جمعې په ورځ د پارليمان نه بهر مېډيا سره په خبرو كښې سناتور شبلي فراز د پارليماني چارو وفاقي وزير اعظم سواتي٬په سېنېټ كښې د چيف وهپ سناتور سجاد طوري٬سناتور فيصل جاوېد سره په ګډه خبرې كولو په مهال ووئيل جې په عدالتونو كښې د اولس ستونزې لرې كولو لپاره د حكومت لخوا د قاضيانو زياتوالي بل وړاندې كړو كوم چې ??پو??ېشن رد كړو۔ده ووئيل چې ??پو??ېشن ثابته كړه چې هغوي د اولس ښېګړه نه غواړي٬هغوي خپل ليډر كوم چې پھ مشكل كښې دې د هغه بچ كول غواړي۔ده ووئيل ??پو??ېشن د سټينډنګ كمېټۍ چيئرمېن منظور شوې بل مسترد كړ??۔ده ووئيل سردار اختر مينګل زمونږ اتحادي دې د هغه غوښتنې به حل كولې شي۔پھ دې موقع وفاقي وزير اعظم سواتي ووئيل په سېنېټ كښې د څلورو واړو صوبو برابر نمائندګي شته نن چې څنګه د حكومت بل مسترد كړ?? شو دې سره د ??پو??ېشن مخ په ډاګه شوې چې اولسي ګټو ته اهميت نه وركوي بلكې د خپلو مشرانو به بچ كولو كښې بوښت دي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب سناتور فيصل جاوېد ووئيل كمېټۍ سپارښتنه كړ?? چې د مېډيا كارمندانو ته دې ادائيګي وكړی شي۔ده ووئيل د اختر نه پس به د كمېټۍ غونډه بيا رابللې شي