اسلام آباد 10 مئی (اے پی پی)د ??ار??يماني چارو دوه وزير علي محمد خان وئېلي دي چې د پاكستان او افغانستان ترمينځه تجارتي لوظ نامې او د شريك بزنس كونسل جوړولو په حقله ابتدائي خبرې شوې دي٬تر څو چې اړيكې ښه نه شي په پوله د اقتصادي زونز جوړولو خوب به تع??ير ونه مومي۔د جمعې پھ ورځ په سېنېټ كښې د سناتورانو مشتاق احمد٬محسن عزيز او نورو غړو د پوښتنو په ځواب كښې ده ??وئ??ل په 2014 كښې د تجارتي لوظ نامې ل??ار?? د دواړو هېوادونو خبرې شوې وې۔په 2015 كښې د شريك اقتصادي كونسل غونډه وشوه چې پكښې د بزنس كونسل جوړولو اتفاق رامخې ته شوې۔ده ??وئ??ل دا حقيقت دې چې امنيتي اندېښنې هم شته خو مونږ هڅه كوو چې د افغانستان سره تجارت زيات كړې شي۔په كابل كښې مونږ محمد علي جناح روغتون جوړ كړې٬په لوګر او جلال آباد كښې هم روغتونونه جوړ كړی شوي دي۔ده ??وئ??ل د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي اړيكو ل??ار?? ضروري ده چې دوه اړخيزه روابط هم ښه وي۔ده ??وئ??ل مونږ په اتو مياشتو كښې هغه كارونه كړي كوم چې پخوانو حكومتونو په 30 ٬ 40 كاله كښې نه دي كړي۔سږ كال افغانستان ل??ار?? زمونږ تجارت 305 ملين ډالر وو كوم چې تېر كال 12 ملين ډالره ته نزدې وو دغسې د افغانستان نه د پاكستان برآمدات هم زيات شوي دي