لاهور۔3 مارچ(اے پی پی) د پيپلز ګوند لارښود سناتور مولا بخش چانډيو وئيلي دي هندي وزيراعظم نرېندر مودي نه د خېر توقع كېدې نه شي۔ دې پاكس??ان لپاره كله ښه سوچ نه ك??ي۔ د هېواد په روانه وضعه كښې پيپلز ګوند ??كومت سره دې۔ حكومت چې په كوم ډول د تاؤ تريخوالي په معامله د پارلمان باور ترلاسه كړو او ځان سره ئې واخس?? دا روايت بايد دغسې روان وساتلې شي۔ ده تېره ورځ د لاهور خپلې دورې په مهال لاهور كښې پارټی سېکرټرېټ كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل پاكس??ان د اسلامي نړۍ يواځنې لوئې اتومي هېواد دې او هند ??ا كله تسليم كړې نه دې۔ ده ووئي?? پي پي پي د هېواد د خاطره د حكومت ملګرتيا كړې۔ ده وئيل مونږ نه غواړو چې دښمن ته خپله كومه كمزوري وښايو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د هېواد حالات ښه نه دي۔ د هېواد په پولو خطرې مخې ته دي۔ چرته چې جارحيت كولې شي۔ د هندي جارحيت نه وروستو قوم غصه وو او دغه غصه زمونږ د هوائي ځواك ځواب سړه كړه۔ ده ووئيل حكومت پائيلوټ بېرته وركړو نو كوم هم ګوند ?? حالاتو نازك كېدو لامله مخالفت ونكړو۔ په دې مهال مولا بخش چانډيو خپلو خبرو كښې د سراج دراني په نيولو هم ټكونه هم وكړل۔