اسلام آباد 08 فروری (اے پی پی) د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي شريف وروڼو ??ره په ګډه احسن اقبال او جاوېد صادق ملتان – سكھر موټروے منصوبه كښ?? د 70 اربه روپو كرپشن كړې۔ احسن اقبال د پلاننګ وزير په حېث د وزيراعظم د متبادل په توګه لاس ليك كړې۔ د كال 2013ﺀ جولائي مياشت كښ?? چائنه سټېټ كمپنۍ ته ټھېكه وركولو له جاوېد صادق د ايجنټ په توګه د احسن اقبال ملاقات د كمپنۍ چارواكو ??ره وكړو۔ د كرپشن په دې منصوبه نېب كارروائي پېل كړې ده۔ كوم ثبوتونه چې نېب ته پكار وي هغه به د مواصلاتو وزارت او اېن اېچ اے وړاندې كړي۔ د نيول كېدو له ويرې احسن اقبال او دده ملګري هر ځائې شور كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په نېشنل هائی وے اتھارټی هېډ کوارټرز كښ?? خبري كنفرنس ته خطاب كښ?? وكړه۔ ده ووئيل شريف وروڼو په وزيراعظم هاؤس كښ?? د اېن اېچ اے په چارواكو د فشار د لارې د 259 ارب روپو منصوبې مصرف زياتولو ??ره دا ټھېكه په 292 اربه روپۍ يادې كړې شوې كمپنۍ ته وركړه۔ كرپشن تر دې حده وكړې شو چې ټھېكه اخستونكې كمپنۍ ته د فزېبلټی راپور٬ کنسلټنسی او د زمكې ترلاسه كولو اختيارات وركړې شول۔ مراد سعید ووئيل احسن اقبال او دده مشرتابه په كرپشن كښ?? دومره پوهه لري چې په دې منصوبه لګښت اول 259 ارب روپو څخه زياتولو ??ره 292 ارب ته بيا تر 406 اربه روپو ورسولې شو۔ ده ووئيل نواز شریف د اېن اېچ اے په لويو ټھېكو كښ?? كرپشن لپاره د مواصلاتو وزارت ځان ??ره ساتلې وو۔ ده ووئيل ما د 17 منصوبو د خاص آډټ اعلان كړې وو او په دې دې منصوبو كښ?? به كرپشن په ډاګه كوم۔ د هېواد پېسه لوټ كوؤنكي به زندانونو ته لېږو۔ ده ووئيل زما لارښود وزيراعظم عمر??ن خان هم قام ??ره هم دا لوظ كړې دې۔ په دې لړ كښ?? چې ما كومه منصوبه رامخې ته كړې ده دا دغه 17 منصوبو كښ?? د كرپشن اولنې قسط دے۔ ده ووئيل مونږ قومي خزانې ته د 9 اربه روپو بچت وركړې دې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل د پيپلز ګوند په دور كښ?? د لويو منصوبو فنډز لاړكانه او سكھر ته منتقل كړې شول ولې مونږ به دا ټول كرپشن په ډاګه كوو۔ ده ووئيل ما په خپل وزارت كښ?? د 4329 ملین روپو ريكوري كړې ده۔ ده ووئيل په مجموعي توګه مونږ خزانې ته د 5209 ملین ګټه رسولې ده۔ د عليم خان د نيول كېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل زمونږ حكومت په بې پرې احتساب باور لري۔ عليم خان چې نېب ونيولو نو دا چا و نه وئيل چې زه مو ولې وويستم۔ ده ووئيل زمونږ او د دوئي په حكومت كښ?? فرق دا دې چې عليم خان احتساب ته مخامخ دے او شور نه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل مونږ د ټول پلازو نظام سم كړو۔ په موټروے او قامي سترو لارو د آرام ځايونو ټھېكې مو په سپېځلي ډول وركړې۔ ده ووئيل د نواز شريف په دور كښ?? يو رېسټ اېريا كومه چې په 10 لکھ 70 زره وركړې شوې وه مونږ چې كله د هغې بولي وكړه نو دغه رېسټ اېريا څخه 80 لكه روپۍ ترلاسه شوې۔ دا هم د كرپشن يوه كچه وه۔ ده ووئيل اولس ته آسانۍ وركولو له راغلې يو او كه لوئې څښتن ته منظور وي خپلې ذمه وارۍ به تر??ره كوو او دا هېواد به سم شي