اسلام آباد ۔ 16 جنوری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د چينائي بي آر آئي ترسېوري لاندې چين پاكستان اقتصادي راهداري بشپړ كېدو سره به سيمه د 21 مې پېړۍ د نړيوال معيشت محور جوړ شي۔ ملګرو هېوادونو په سخت وخت كښې زمونږ ملګرتيا ??ړې۔ دا آخري ځل دې چې پاكستان مرسته غوښتلې ده۔ ده د شورؤ په ورځ د بركي انسټيټيوټ آف پبلك پالېسي تر سېوري لاندې د كلن راپور جاري كولو دستورې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د چين او ??اكستان اړيكې د روايتي اړيكو نه زياتې دي۔ چين ??ول عمري د پاكستان مرسته كړې ده او ??ه اوسنيو سختو حالاتو كښې هم د سعودي عربستان په ډول چين هم زمونږ مرسته كړې ده۔ ده وئيل زه متحده عرب امارات او ??ورو ټولو ملګرو هېوادونو ته دا باور وركوم چې دا آخري ځل دے چې پاكستان مرسته غوښتلې ده۔ په دې مسئلو قابو موندلو له يو وژن او ګرېنډ پلان ته اړتيا او ??ونږ په دې لړ كښې جدي هڅې كوو۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل چين پاكستان اقتصادي راهداري د بي آر آئي پروګرام مهمه برخه ده۔ سی پېک د پاکستان او چین دوه اړخيزه شراكتي منصوبه ده بياهم ددواړو هېوادونو مشرتابه د سي پېك ترسېوري لاندې انفرادي منصوبو كښې درېم هېواد ته د د شاملېدو بلنې په وركولو صلا شوي دي۔ ده ووئيل ددې بنيادي مقصد منصوبې ته په سيمه ايزه كچه پراختيا ??ركول دي۔ ده ووئيل زمونږ په خيال ك?? هند كښې هم داسې مشرتابه راشي كومه چې پراخا وژن لري او ??غه د فوري ګټې نه وړاندې سوچ وكړې شي نو دا رابطه كاري ختيځ پلو هم تلې شي۔ اسد عمر ووئيل سي پېك پاكستان او ??ولې منطقې له مهمه منصوبه ده د كومې بشپړ كېدو او ??راخا كېدو سره چې دا منطقه د 21 مې پېړۍ د نړيوال معيشت محور جوړېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان به يوازې دې څخه استفاده كوؤنكې هېواد نه وي بلكې ددې د لارې په سيمه ايز معيشت كښې هم كردار ترسره كول غواړو