اسلام آباد 20 دسمبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران ??ان وئېلي دي پاكستان تركيې سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي او د پاكستان اولس د اولس مشر رجب طيب ار??وا?? ډېر احترام كوي۔ده دا خبرې د تركيې د قامي دفاع وزير جنرال (ر)هولوسي اكار سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د زيارت په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې ده سره ملاقات كولو۔په دې موقع د دفاع وزير پروېز خټك هم موجود ؤ ۔وزيراعظم عمران ??ان ووئيل مونږ د اولس مشر ار??وا?? په بصيرت لرونكې مشرۍ كښې د تركيې د سماجي او اقتصادي پرمختګ ډېر خوښونكې يو٬د پاكستان او تركيې د اړيكو په وده د اطمينان څرګندونې سره وزيراعظم ووئيل پاكستان د دواړو هېوادونو ت??مي??ځه د تجارت او دفاعي مرستې په پ??مول په ټولو څانګو كښې شريكې مرستې ته وده وركول غواړي۔جنرال(ر)هولوسي اكار وزيراعظم له د وزيراعظ?? چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړه او د اولس مشر رجب طيب ار??وا?? لخوا يې نيكې هيلې ورسولې۔ده ووئيل د تركيې مشرتابه د وزيراعظم د تركيې دورې منتظر دې٬كومې سره به چې د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي۔ده د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان ھڅې او قربانۍ وستائېلې۔په ملاقات كښې په سيمه ايزه وضعه هم خبرې اترې وشوې