اسلام آباد ۔ 15 ??سم??ر (اے پی پی) پاكستان مقبوضه كشمير كښې د هندي ځ??اك??نو لخوا په پرامن احتجاج كوؤنكو د ډزو په نتيجه كښې د 14 بې ګناه كشميري وګړو شهادت پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي دي مقبوضه کشمیر كښې د رياستي ترهګرۍ او د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو مخنيوي له د ملګرو ملتونو د پلټنيو مشن جوړول ضروري دي۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند خپل يو ټويټ كښې مقبوضه كشمير كښې د هندي ځ??اك??نو لخوا پلوامه كښی په پرامن احتجاج كوؤنكو كشميري وګرو د ډزو په سختو ټكو كښې غندنه وكړه د كومو په نتيجه كښې چی 14 كشميري وګړي شهيد او 200 څخه زيات ژوبل شول?? وياند ووئيل چې د 18 مياشتو ماشومې حبه بصارت څخه محرومولو او 14 كلن ماشوم وژلو سره هند روزانه په بشري حقونو پسې خندا كوي?? وياند غوښتنه وكړه چې مقبوضه كشمير كښې د رياستي ترهګرۍ او د بشري حقونو خلاف ورزيو فوري مخنيوي له د ملګرو ملتونو د پلټنيو مشن جوړولو ته اړتيا ده۔