اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د چين پاكستان اقتص??دي لارې ﴿سي پېك﴾ پراجېكټ ډائرېكټر حسن داؤد بټ وئيلي دي چې د سي پېك له مخې 9 اقتص??دي ځايونه فعاله كولو لپاره په تندې سره كار روان دے٬ د خېبر پښتونخوا حكومت د رشكئ اقتصادي ز??ن تيارې لپاره ابتدائي پرمختيائي كار پېل كړے٬ په اقتصادي ز??ن كښې ب?? د خوراك د څيزونو د پېكنګ٬ ټكسټائل او نورو اړوند صنعتونو جوړولو او دې لپاره اساني?? ته پام كولې شي۔ د ګل په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې اوسنې حكومت د سي پېك له مخې اقتص??دي ځايون?? ته خاص پام كوي او په دې په تندې سره كار روان دے۔ ده ووئيل چې څو ورځې وړاندې د سرمايه كارې ب??رډ د اقتص??دي ځايونو په اړه غونډه هم كړې او په دې لړ كښې اړوند ادار?? ته خاص هدايات جاري كړے شوي دي۔ ده ووئيل چې د رشكئي اقتصادي ز??ن فېز 1 لپاره يو زر اې??ړه او فېز 2 لپاه دوه زره اې??ړه زمكه ترلاسه كړې شوې ۔ ده ووئيل چې پروژې سره به په پاكستان كښې د روزګار موقعې زياتې شي۔ ده ووئيل چې د دې سيمې ټاكنه د صوبائي حكومت لخوا شوې وه او په دې كښې وفاقي حكومت كومه مداخله نه ده كړې