اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) د پښتو ژبې نامتو ليكوال ٬ خبريال او مترجم راشد خټك د شعري مجموعې “څو ژونده مزل” او د طيب ال??ه خان د دوه كتابونو شعري مجموعې “ستا د در ملنګ يم” او د طنز او مزاح كتاب “ارغې برغې” د مخكتنې دستوره د اسلام آباد په اكادمي ادبيات كښې وشوه۔ په دستوره كښې مشر مې??مه د خېبر پختونخوا اسمبلۍ پخوانې غړې محمد ارشد خان و۔ د دستورې صدارت د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد چيئرمېن سيد محمود احمد وكړو۔ دستورې ته د علامه اقبال اوپن پو??نت??ن د پاكستانيو ژبو څانګې چيئرمېن عبد ال??ه جان عابد ٬ د پښتو ژبې اديب ډاكټر حنيف خليل٬ ليكوال مشتاق الرحمن (م ر شفق) ٬ فېض ال??هاب ٬ رازق فهيم او نورو وېنا وكړه او د دواړو ليكوالو په كتابونو ئې ژورې تبصرې وكړې۔ ډاكټر عبد ال??ه جان عابد د راشد خټك په شعري مجموعه تبصره كولو سره ووئيل چې راشد خټك د اوسني دور د پښتو شاعرانو په صف كښې ښه مقام لري۔ د ده په شاعرۍ كښې عشق او د ژوند موضوعات دواړه يو ځائې دي۔ د راشد خټك دغه شعري مجموعه د پښتو په ځولۍ كښې يوه ښه اضافه ده۔ لورا لائي سره تعلق لرونكي د پښتو ژبې شاعر رازق فهيم هم د راشد خټك په كتاب په زړه پورې بحث وكړو او د كتاب محاسن ئې په ګوته كړل او د ده د شاعرۍ شعري بحثونه ئې وڅېړل۔ په دې موقع مشر مې??مه محمد ارشد خان خپله وېنا كښې په دغسې ادبي ټولنو را??وړ??لو د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام آباد هڅې وستائلې۔ په دستوره كښې د پښتو نامتو سندرغاړي نياز خان د طيب ال??ه كلام په ترنم سره وړاندې كړو۔ م ر شفق د طيب ال??ه د مزاح په كتاب ارغې برغې ښه تفصيلي بحث وكړو او وې وئيل چې په پښتو كښې طنز ومزاح ليكلو ته اړتيا ده۔ په دستوره كښې خورشيد ابن لبيد٬ سردار يوسفزئي او حساس خټك هم خ??ل كلامونه وړاندې كړل۔