لاهور۔17 اګست(اے پي پي) د هند د كركټ پخوانې لوبغاړې او د پارلمان غړي نوجوت سنګھ سدھو د تحريك انصاف مشر عمران خان په بل??ه د جمعې په ورځ د واهګه بارډر د لارې پاكستان ته رارسېدلې٬ چرته چې د ھغه تود هركلے شوې٬ سدهو له عمران خان د سوګند پورته كولو دست??ره كښې د ګډون كولو بل??ه وركړې وه كومه چې ھغه قبوله كړې وه اوپه خاص توګه پاكستان ته رارسېدلې٬ ھغه به (نن) د اګست په اتلسمه نيټه اسلام آباد د وزيراعظم د سوګند پورته كولو په دست??ره كښې ګډون كوي او د ھغه عمران خان سره يو په يو د ملاقات هم امكان دے او ھغه به بيا په نورلسم اګست بېرته لاهور ته رارسي او د دې نه پس ??ه هند ته ځي۔ په واهګه بارډر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل ما عمران خان لپاره ش??ل او نېكي هيلې رواړې دي۔ ده ووئيل عمران خان چې ما له كوم عزت او د سوګند پورته كولو په دست??ره كښې د ګډون كولو بل??ه راكړې زه په ھغې د ھ??ه مننه كوم۔ ده هيله ولرله چې د عمران خان په مشرۍ كښې به پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ منازل ترسره كړي او د پاكستان او هند اړيكې به ښې شي۔ سدھو ووئيل عمران خان كروړونو په شمېر د اولس په زړه كښې اوسېږي٬ د سياست مدار په توګه نه بل??ې د يو ملګري په حېث پاكستان ته راغلې يم٬ د لوبغاړ هسې هم كار زړونه روغول وي۔ د يادونې وړ ده چې نوجوت سنګه سدھو ته د پاكستان د دوه اوونيو ويزا جاري كړې شوې دي او عمران خان د كركټ پخوانو لوبغاړو سنېل ګواسکر او کپل ديو له هم بل??ه وركړې وه خو ھغوي د خپلو مصروفياتو په سوب پاكستان ته راتګ څخه معذرت كړې ٶ۔