اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د پاكستان تحريك ??نصاف پلاوي د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اي??ز صادق سره د هغه په چېمبر كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د قومي اسمبلۍ په غونډه او د جولائي په 25مه نېټه د شويو ټولټاكنو په چارو خبرې وشوې۔ د ملاقات كولو ??ه پس د تحريك ??نصاف وياند او د قومي اسمبلۍ نوي ټاكل شوي غړي فواد چوهدري خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې په قومي ستونزو اپ??زيشن ??ان سره مخ په وړاندې بوتلل د عمران خان وژن دے٬ هېواد ته د ورپېښو چېلنجونو خاتمې لپاره د اتحاد ضرورت دے٬ كه سياسي ګوندونه په ګډه كار ونه كړي نو نظام به مستحكم نه شي۔ ده ووئيل چې د شهباز شريف٬ بلاول بهټو زرداري او د نورو ګوندونو لخوا پارلمان ته د تګ پرېكړه خوشبينه ده۔ ده ووئيل چې د تحريك ??نصاف پلاوي د پيپلز ګوند لارښود سيد خورشيد سره هم ملاقات كوي۔ د ټولټاكنو په اړه به د اپ??زيشن اندېښنې اورېدلې شي۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اي??ز صادق ووئيل چې تحريك ??نصاف غواړي چې په ايشوز د نورو ګوندونو په مشوره مخ په وړاندې تلل وشي٬ تحريك ??نصاف په ټولټاكنو كښې د اپ??زيشن د اندېښنو په اورېدلو ??م خوښي څرګنده كړې۔ ده ووئيل چې د تحريك ??نصاف پلاوې د وزيراعظم د سوګند پورته كولو ??ه دستوره كښې د ګډون كولو بلنې لپاره راغلې و۔ په پلاوي كښې پروېز خټك٬ شفقت محمود٬ اسد قېصر٬ فواد چوهدري او نور شامل وو۔