بلاوایو۔ 22 جولائی(اے پی پی) د پاكستانۍ كركټ لوبډلې نامتو اوپننګ بېټسمېن ف??ر زمان د ون ډے انټرنېشنل كركټ په تاريخ كښې يو شمېر نړيوال ريكارډز په خپل نوم كړي۔ ده تر ټولو زيات تندۍ سره 1000 رنزونه جوړولو سره نوې تاريخ جوړ كړې۔ دا سنګ ميل ده د 18 مېچونو په 18 اننګز كښې د 3 سنچرو او 6 نيمو سنچرو په مرسته ترسره كړې۔ دې څ??ه وړاندې دا ريكارډ د ویون رچرډز، کیون پیټرسن، جوناتھن ټ??اؤټ، کوئنټن ډی کوک او بابراعظم وو۔ دې 5 لوبغاړو په 21 اننګز كښې 1000 رنزونه جوړ كړې وو۔ ف??ر زمان 1000 رنزونه د زمبابوے په ضد د سيريز په 5 م او آخري مېچ كښې د 85 رنز د زړه پوري اننګز كولو په مهال مكمل كړل۔ دې سره سره ف??ر زمان په سيريز كښې 515 رنز جوړولو سره نوې نړيوال ريكارډ هم جوړ كړو۔ ده د زمبابوے هملټن مسکډزا د زياتو رنزونو 9 كاله پخوانې ريكارډ مات كړو۔ مسکډزا 2009ء كښې د كېنيا په ضد د 5 مېچونو په سېريز ك??ې 467 رنز جوړ كړې وو۔ دغسې ده د هندي بېټسمېن روهت شرما ريكارډ هم مات كړو چا چې په كال 2013 كښې د آسټرېليا په ضد د 6 مېچونو په سېريز كښې 491 رنز جوړ كړې وو۔ دې سره ف??ر زمان په سيريز كښې د زياتو رنزونو جوړونكو په فهرست كښې دوهم لمبر ته رسېدلې۔ په اولني لمبر ويرات كوهلي دې چا چې 558 رنز جوړ كړې دي۔