اسلام آباد 31 مئی (اے پي پي)خارجه وزير انجينئر خرم د??تګير خان وئيلي دي تر څو چې امريكا د جمهوري حكومتونو سره خبرې اترې نه كوي٬نو ټينګې اړيكې قائمېدې نه شي٬ د امريكې سوچ ارتقا نه لري٬پاكستان چې كله هم د ترهه ګرۍ په ضد موثره ګامونه پورته كړي نو د امريكې م??ات?? او مرسته كمه شوې٬د امريكې شته والي باوجود افغانستان كښې د داعش منظم كېدل پوښتنه راپېدا كوي٬د پاك چين ملګرتيا په تاريخ كښې هېڅ متبادل نشته٬تر منځنۍ آسيا هېوادونو رسنه او روابط زياتول ٬ د شنګهائي مرستې تنظيم ??شپ??ه ركنيت ٬ د روس سره د اړيكو بحالېدل٬د مينځني ختيز روايت?? ملګرو او اتحاديانو سره د اړيكو استحكام اروپاﺀ٬امريكا او نورو شراكتدارو سره پرله پسې روابط او د ملګرو ملتونو پشمول په نړيوالو فورمونو د پاكستان قائدانه كردار زمونږ د پالېسۍ مهمې كارنامې دي٬د برهان واني شهادت د حق خود اراديت لپاره د كشميريانو هلو ځلو له نوې ژوند وركړې٬پاكستان د كشمير مسئله په هر فورم پورته كړې او پورته كوي به٬د كلبهوشن ياديو اعتراف پاكستان كښې د اړي ګړي په حقله د هند ناوړه مقاصد رامخې ته كړې دي٬زمونږ ختيز ګاونډي له به د ناوړه هڅو نه ډډه كول وي او بې له كوم شرط نه به خبرو اترو ته كيناستل وي٬د پاكستان وسله وال ځواكونه او اولس د هېواد د ساتنې لپاره په ??شپ??ه توګه چمتو دي۔۔ده د زيارت په ورځ خارجه دفتر كښې د خارجه پالېسۍ په حقله د اوسني حكومت د پنځه كلنه كاركردګۍ په حقله خبريالانو سره خبرې كولې