بیجنګ 12 اپرېل (اے پي پي) داخله ??زير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان او افغانستان د چین په مرسته د كوئټې نه تر قندهار د رېلوے سروس پېل كولو منصوبه جوړوي٬ سباٶن كښې به د پېښور نه د لاهور په لاره تر كراچۍ ?? 250 نه تر 350 كلومټير سپيډ سره چلېدونكې تند رفتاره رېل له ??م منصوبه جوړولې شي٬ د پېښور نه تر كراچۍ ??ېم اېل ون رېلوے منصوبه د 8 اربه ډالرو په لګښت اپ ګرېډ كولې شي٬ دې ??نصوبې ترسره كېدو سره به د رېل ګاډو رفتار د 80 كلوميټره د ساعت په سر نه 160 كلوميټره شي۔ اے پي پي سره خپله خاص مركه كښې ده ووئيل ګوادر بندر به د رېل نېټ سره پېوست كولو او د كوئټه نه پېښور لپاره نېغه په نېغه د رېل سروس پېل كولو پحقله ??م د چين چارواكو سره خبرې شوې دي۔ ده ووئيل پاکستان كښې به د چین په مرسته د رېلوے جديد ا??جي??ئرنګ ادارې جوړولې شي دغسې چې د رېلوے اپ ګرېډېشن منصوبو لپاره په كوټلې بنيادونو ا??جي??ئرز ٬ ټېكنيشنز او نور افرادي قوت ترلاسه شي ۔ ده ووئيل د رېلوے اپ ګرېډېشن د چين او پاكستان ترمېنځه د سي پېك له ??خې د انفرسټركچر پرمختګ لپاره د مرستې سلسلې كړۍ ده۔ د باؤ فورم پحقله د پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزیراعظم په دې ??ورم كښې د پاكستان د پلاوي مشري كړې او نړيوالو مشرانو او د سرمايه كارو كمپنو مشرانو سره ئې ملاقاتونه كړي ۔ د سي پېك له ??خې پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره سرمايه كارو د خپلې خوښۍ څرګندونه كړې كوم چې د اوسني حكومت په پاليسو د ھغوي د باور څرګندونه ده ۔ ده ووئيل بېلټ اېند روډ منصوبه نړۍ خپلو مېنځ كښې د ټرلو منصوبه ده٬ سي پيك د بېلټ اېنډ روډ منصوبې برخه ده٬ نړيوال پوهان او تجريزه كار دې ??نصوبه كښې خوښي لري او منصوبه سيمه ايزو روابطو جوړولو لپاره يو مثالي منصوبه ګرځوي۔ ده ووئيل په لنډه موده كښې پاكستان كښې د توان په څانګه كښې بلها سرمايه كاري شوې كومه چې نورو لپاره يو مثال دے٬ نړۍ پاكستان كښې د انفراسټركچر د ودې او د خاص اقتصادي زونز جوړېدو ستائنه كوي كومې سره چې به كم پرمختللې سيمو كښې هم سوكالي راشي