اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) پخواني وزيراعظ?? محمد نواز شريف وئېلي دي وزيراعظم سره د نګران سېټ اپ په اړه مشاورت شوې٬د دې نه زيات څه نه شم وئېلې٬بايد په ټاكنو كښې برخه اخستلو لپاره ټولو ته يو ډول موقعې وركړې شي٬دا نه چې په ځينې خلقو فشار اچولې كېږي او ځينې ګوندونو له مكمل واك اختيار وركړی شي٬مونږ د غېر شفاف ټاكنو پلو روان يو٬د دغې ټاكنو نتيجې به څوك هم اونه مني چې څه شوي او څه كېدونكي دي كه داسې وي نو پاكې او سپيځلې ټاكنې هېرې كړئ۔د ګل په ورځ د احتساب عدالت په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې محمد نواز شريف ووئيل مونږ عجيبه صورتحال سره مخ ??ېږو ٬تاسو ته د پنجاب٬كراچۍ٬سندھ٬بلوچستان او د خېبرپښتونخوا حالات معلوم دي٬ ده پوښتنه وكړه چې تر ټولو ښه كاركردګي د كومې صوبې ده٬يو عام وګړې به هم اووائي چې غوره كاركردګي د پنجاب ده۔تر دې هم وئېلې كېدې شي ټاكنې به وروستي شي٬ ده ووئېل دا څوك دې څژك چې داسې سوچ لري۔د چوهدري نثار د خراب طبعيت او د هغ?? د عيادت په اړه د پوښتنې په ځواب كښې نواز شريف م??كې شو او ځواب يې ورنه كړو