اسلام آباد 04 اپریل(اے پ?? پی) د چيئرمېن شېخ قيصر پھ مشرۍ كښې د خزانې او اقتصادي چارو قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه كښې په ربع بل 2015 بحث وشو٬ د بل مقصد د هېواد معيشت څخه د سود خاتمه او معيشت د شريعت اصولو له مخ?? روانول دي۔د زيارت په ورځ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن شېخ قيصر پھ مشرۍ كښې پارليمنټ هاؤس كښې غونډه وشوه۔كمېټۍ غړي شېراكبر ووئيل په معيشت كښې د سود ګنجائش نشته٬ده كمېتۍ ته خواست وكړو چې سود دې د هېواد د آئين له مخ?? ختم كړی شي۔د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل خان كمېټۍ ته ووئيل دا نظام د معيشت څخه په وړومبي ځل خارجول ممكن نه دي ځكه چې معيشت چلولو لپاره بېلو ادارو سره كاروباري رابطې لرو كومې چې د سود په بنياد چلېږي۔ده ووئيل د هېواد معيشت كښې سودي نظام كمولو له هڅې كوو او د هېواد پھ معيشت كښې اسلامي شريعه اصولو له مخ?? بېل پروګرامونه معارفې ك??ې كېږي