پینډۍ 04 اپریل(اے پی پی) د دف??ع وزير انجينئر خرم دستګير وئېلي دي نړيوالې ورورولي فلسطين مقبوضه او كشمير كښې د ظلمونو مخنيوي كښې ناكامه راغلې٬بايد د كشمير شخړه د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې هواره شي او د كشميري اولس هيلې تر نظر وساتلې شي۔دا خبره ده نړيوال سېكورټي(اېم سي آئي اېس 2018)په اړه ماسكو كښې اووم كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔د دف??ع وزير اېم سي آئي اېس 2018 كنفرنس كښې د پا??ستاني پلاوي مشري كوي كوم چې د شورو په ورځ د روس پھ پا??ه تخت كښې پېل شوې۔د دف??ع وزير ووئيل سيمه كښې غېر رياستي عناصر د امن عمل لپاره پرله پسې د خطر سبب ګرځي۔د دف??ع وزير په پا??ستان كښې د ردالفساد او ضرب عضب عملياتو د لارې په ترهه ګرۍ ختمولو د كاميابۍ ذكر كولو سره ووئيل د كاميابو عملياتو نه پس اوس ترهه ګري ختمه شوې او دا كار د يوې كوټلي تګلارې له مخې كېږي دغسې چې ترهه ګرو له بيا د خپل نېټ وركس يا ډ??و جوړولو موقع په لاس ورنه شي۔د دف??ع وزير ووئيل پا??ستان د ترهه ګرۍ مخنيوي له خپلې آزمائېلې شوې تجربې د نړيوالو شراكتدارو سره تبادلې له چمتو دے۔خرم دستګير د سيمه ايز موقف په لړ كښې د روسيې د هڅو ملاتړ كولو سره ووئيل پا??ستان د افغانستان امن او مصالحتي عمل مرسته كوي۔د دف??ع وزير افغانستان كښې د داعش په موجودګي د تشويش څرګندونه وكړه۔ خپلې دورې په مهال به د دف??ع وزير د روسيې فېډرېشن دف??ع وزير جنرال سرګئے اېس شوا يګو سره ملاقات كوي او هغه سره به د دفاعي اړيكو په اړه د خيالاتو څرګندونه كوي