آباد 23 مارچ (اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د پاكستان 78مه ورځ جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه۔ د ورځې پېل د سهار لمونځ نه وروستو د هېواد سلامتيا او پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د خاص دعاګانو څخه وشو۔ پھ وفاقي پايه تخت كښې 31 او په صوبائي سرښارونو ك??ې د 21 ٬ 21 توپو سلامي وركړې شوه۔ په ټولو مهمو سركاري ودانو قامي بېرغ هسك كړې شو۔ په لاهور ك??ې د علامه اقبال په ??زا?? د ګارډز بدلون د??تو??ه وشوه او د پاك فضائيه چټك ډلې د ګارډز وظيفه سنهبال كړه۔ د پاكستان ورځې پھ موقع پھ ګرد هېواد كښې عامه رخصتۍ اعلان شوې وه۔ د پاكستان ورځې په مناسبت د اولس مشر ممنون حسېن او وزيراعظم شاهد خاقان عباسي خاص پېغامونه جاري كړې شول۔او قامي ورځپاڼو د مارچ 23مې نېټې په اړه خاص ضميمې شائع كړې او په رېډيو ٬ ټي وي خاص پروګرامونه خپور كړې شول۔ په وفاقي پايه تخت كښې د پاكستان ورځې مناسبت سره شكرپړياں ك??ې د وسله والو ځواكونو شريك پرېډ وشو۔ په دې موقع د وګړو جوش او جذبه د ليدلو وه۔ اولس لوئې شمېر كښې په سترو لارو جمع كېدو سره د پاكستان ورځې خاص پرېډ وكتلو او د پاك فضائيه جنګي الوتكو شاندار فضائي مظاهرې ئې هم وكتلې۔اولس مشر ممنون حسېن د پاكستان ورځې په موقع د قام په نامه په خپل پېغام كښې ووئيل مونږ ننۍ ورځ د خوږ وطن رغونې او د پرمختګ عزم پخلي كولو سره د تحريك آزادۍ عظيم قائد ته پیرزوېنې وړاندې كوو۔ د پاكستان ورځې په موقع د قائداعظم محمد علي جناح او علامه اقبال په ??زا??ونو د ګارډ بدلون د??تو??ې هم وشوې