اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پ??مخ??ګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د مسلم ليګ (ن) حكومت په تېرو 4 كالو كښې د پائېدار پ??مخ??ګ ترلاسه كولو او د معاشي او سماجي خرابو خاتمې ته خاص پام كړې٬ پېرس كښې د فنانشل اېكشن ټاسك فورس غونډه روانه ده چې پكښې د ځينې هېوادونو لخوا پاكستان په واچ لسټ كښې د اچولو تحريك وړاندې كړې٬ پاكستان يو خپلواكه هېواد دے٬ مونږ په فشار كښې راتللو سره پرېكړې نه كوٶ٬ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ څوك خوشحالولو لپاره نه ٬ بلكې راتلونكي نسلونه محفوظولو لپاره كوٶ۔ د ګل په ورځ د منصوبه بندۍ كمېسون كښې د يو اېن ډي پي تر سېوري لاندې د انكلو سو اېنډ سسټېن اېبل ډوېلمپمنټ راپور اجراء په موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل چې دا راپور به د وژن 2025 له مخې د اقتص??دي هدفونو په ټاكنه كښې مرستيال وګرځي۔ راپور جوړونكې ډاكټر اكمل حسېن د سماجي انصاف او معاشي پ??مخ??ګ پراخه تجربه لري۔ ده ووئيل د بې وسې خاتمې په اړه حكومت د قامي ٬ صوبائي ٬ ريجنل او په ضلعي كچه كوټلې اقدا??ات كړي دي۔ ده ووئيل د مارشل لاء په ادوارو كښې د تعليم بجټ د جي ډي پي د 1.8 فيصده څخه كم كړې شوې ٶ خو اوسني حكومت دا د جي ډي بي د 2.3 فيصده څخه زيات كړې۔ احسن اقبال ووئيل د پاكستان د پ??مخ??ګ وړومبې دور په 1960 كښې ٬ دوېم په 1990 كښې پېل شوې كوم چې جاري پاتې نه شو۔ ده ووئيل اوس څو كاله پس سي پېك او د نورو اقتص??دي اصلاحاتو په نتيجه كښې پاكستان د پ??مخ??ګ په نوې دور كښې داخلېږي زمونږ اقص??دي شرح نمو 5.3 فيصده ??ه زياته شوې او تر 6 فيصده د كېدو امكان دې۔ سعودي عرب ته د پوځ لېږلو د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې د ډېرې مودې دي او ډېر نزدې دي او پوځ به د يو پخوانې لوظنامې له مخې لېږلې شي ٬ پوځ به په جنګ كښې برخه نه اخلي۔ ده ووئيل حكومت ټولو شراكت دارو سره په ګډه پاكستان كښې سماجي او اقتص??دي خرابۍ ختمولو لپاره كار كوي دغسې چې د اقتص??دي پ??مخ??ګ هدفونه ترلاسه كول باوري كړې شي