اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) د قومي اقتصادي كونسل د اېګزېكټو كمېټۍ ﴿اېكنك﴾ د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو منظوري وركړې۔ د اېكنك غونډه د نهې په ورځ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشره ك??ې وشوه۔ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې اېكنك په سكھر كښې د الېكټرك پاور كمپنۍ ﴿سېپكو﴾ لخوا د نوي 132 كے وي ګرېډ سټېشن او د ټرانسميشن لپاره پروژو جوړولو٬ د سېپكو د برېښنا د وېشلو د پروژې او د ??وا?? د زيان كمولو د پروژې منظوري هم وركړه۔ په غونډه ك??ې د وزيراعظم د روغتيا د قومي پروګرام د نظرثاني منظوري هم وركړې شوې۔ اېكنك د چترا??٬ ګرم چشمه٬ دوراها سړك جوړولو٬ د بنو د زوړ سړك د دوه مخې كولو او د ښه كولو د پروژې٬ د پنډي ګھېب كوهاټ روډ د دوه مخې كولو او د ښه كولو د پروژې هم منظوري وركړې شوه۔ اېكنك د لاهور- سيالكوټ موټروے سېكشن د جوړولو د فنانسنګ په طريقو كښې ?? بدلون منظوري وركړه۔ د دې نه علاوه د باران بند د پروژې د پراختيا منظوري هم وركړې شوه۔ په غونډه ك??ې وزيرانو او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو